

اشرف خان هجري
هر ساعت یې خاطر نوی نوی خیال کا
بېهوده په تشه طمعه ځان خوشحال کا
کله زار کا د هجران له کشمکشه
ګهې یاد په افرین ورد وصال کا
کله وایي ډېر دولت حشم شوکت دی
بیا زر کله اغازه کار د زوال کا
کله وایي درویشي د مقصود لار ده
لایعقل دی هر چې مینه په اقبال کا
لکه تش په جهان راغی تش به درومي
که څوک خپل په ډبر حرص د جهان مال کا
ګاه د ښو دلبرو شوق پرې غالب شي
د دیدن ارزو پیدا د خط و خال کا
ګاه یې سیر د ګلزار ګریبان نیسي
هر نفس لکه هلک سړي ته سوال کا
هم په دا خامو فکرونو زړه اخته دی
څو د مرګ صیاد یې لاندې تر مجال کا
هغه مرغ چې په هوا مهې په سیند وي
نهایت دواړه فنا وار د اجال کا
چې باور دې یو نفس په حیات نشته
تف په پوهه د هغو چې طمعه کال کا
د ګردون د وریو هسې بازیګر دی
چې په یو زمان بدل د جهان حال کا
اې هجري هغه نادان د جهان مه شه
چې دنیا یې فریفته په خپل جمال کا