

اشرف خان هجري
په خپله رای د هر مهم فیصل قضا کا
نه د چا په صلا کار نه یې رضا کا
څو کارونه زیر زبر کا د عالمو
هم یې زر سره پیوند په حکمت بیا کا
په یو دم په یو نفس په یو لحظه کې
دګرګون واړه کارونه د دنیا کا
د مراد په مونده خوښ کا څو وګړي
هم په زړه د ډېرو ماته تمنا کا
ډېر خرم کا د وصال په مجلسونو
ډېر د وصل له خوښۍ په زور جدا کا
څه د ګور په خوله کې ورکاندي بې وسه
څه د مور له نسه نوی هویدا کا
شهریار له تخته کوز ولې په زمکه
په سریر باندې قایم د ملک ګدا کا
بې زواله عیش هیچا ته موجود نه شه
څو د درونه په خاکي زمکه سما کا
خپله برخه هله وژاړه فقیره!
که دولت همیش یاري د امرا کا
نه باقي وي تل دبدب د امیرانو
نه به فخر په شوکت د ملک بادشا کا
هغه څوک چې په اسرار د قضا پوی شي
که عالم ته و بالا ویني خندا کا
د انکار ژبه خوندي کا له خبیثه
بې حاصله حکایت په ناروا کا
خټک ناست په بیجاپور مهر په لبو
بازیګر فلک د لوبو تماشا کا
په اواز یې غوږ لرئ د روه بلبلو
په دکن د حال قیصه هجري طوطا کا