

اشرف خان هجري
د بهار په ګلو سیر چې مسته شا کا
نوی داغ به د مئین په ځيګر بیا کا
عاشقان یې همیشه لري زخمونه
ناوکي باڼه یې ګوره تل وغا کا
تورې سترګې یې عادت لري د ترکو
په کاته مې د زړه کور همه تالا کا
په هر لور یې د زینت همسره نشته
چې د خیاله مخ څرګند کله قفا کا
ملغلرې یې په لعلو کې مخزون دي
شهریار به هسې ګنج کله پیدا کا
د شبنم غوټۍ په ګل دي اویزاندې
که یې دُر په بنا ګوشو کې ځأا کا
سجنجل یې چې د مخ برابري کړه
صیقلي یې په مالش ځکه سزا کا
چې یې باد د بدن شم په سجن ور وړي
د چمن دلبرې خوله په دا دعا کا
دا اسباب د حسن وږمې څخه نشته
چې یې مخ و ته مهتاب وايي خطا کا
تورې خاورې یې د در زما دارو دي
د دیدو علاج مې کله توتیا کا
په وصال به د هجري خاطر تازه شي
بیلتانه په زړه ویشتلی دی غوغا کا