...

اشرف خان هجري

زړه مې تل په هغه مخ پسې فغان کا

چې ضیاء یې چراغ ګل په یو زمان کا

د ځيګر په تاو مې سترګې شوې لالونه

تر سرو لالو ملغلرې دي باران کا

لطافت چې یې په خیال کې تصور کړم

بې درنګه د ارزو اوبه دهان کا

له قامته یې قیامت هلته نازل شي

چې ټیکه په جبین کیږدي په خوله پان کا

د عاشق پنجه شانه وی غم به نه وه

چې کاکل یې په څو رنګه پریشان کا

نازکي یې د تن څه سره مثال کړم

بې وقاره ګل ورق مهین کتان کا

کله سیر لره ورځي چې زیور غواړي

عاشقان تا له کوي نوی سامان کا

په دوو چشمو مې شیرینه تر لیلا وه

خو په زړه مې خرابي لکه لیوان کا

طرفه یون په لارې کا د ځڼیو کونډې

که زه مرم ضمه څه د کونډې زیان کا

دواړه شونډې یې عسل اننګي سیب دي

د عشاقو زړونه ټول په دغه خوان کا

تورې زلفې لکه جال پرې را خورې شي

په هر خم کې یې بې وسه بندیوان کا

دُر فروشو کره ځای په ځای ژړا شي

چې ګویا په ښایسته خندا زبان کا

زړه مې هسې صاف له صبره محبت کړو

لکه خوږ په ژړا توری د خط وران کا

جواهر به دې معنو له سینده یوسي

چې فلک یې هجري وار په غم سوهان کا