

اشرف خان هجري
چې مهره په تخته جوړه د جمال کا
د عشق نر دې مضطرب د زمن خال کا
دواړه سترګې دې واله شي کعبتین
د بیا زو مِثل هډک کسی دو خال کا
محبت په تخته واچوي تتاسونه
سر د خصل په ځای ځوړند به یې مال کا
چې بساط د قمار جوړ کا سحر ګره!
عاشقان همه بیدل لکه جوال کا
په بڼو یې څه مدام که ځيګر ولې
ابرو وان یې اشاره په القتال کا
تورې سترګې یې راضي په شدت نه دي
کرشمه یې د شیدا اینه غربال کا
چې په چاه د ذقن بند رهايي نشته
چاپیره یې تورې زلفې لکه جال کا
که تابش یې د جمال ورباندې وشي
په زمان بخاره سنګ قدر دلال کا
د توبې ور به یې مات شي دړې دړې
که زاهد خبر د شونډو په زلال کا
چې د عشق مزل یې طی په واعظ نه شه
پسِ حد یې په عاشق ځکه ټيټال کا
ستا له مخه په مجلس د هجري اوښکې
همیشه د هجرت غم سره جنجال کا