

اشرف خان هجري
صبا شم له زلفو پټ د مستې ماه کا
بې درنګه واړه طی د چمن راه کا
په دا شم چې مباهي ټوله غنچه شي
له هوسه خوله کشاده په واه واه کا
د دنیا تعبیر یې څه دی خبر نه یې
چې فاخته یې نن د سروې په خرګاه کا
وایي سر ختی په تن ګلونه ګوري
په اتش به یې د ډېرو کور تباه کا
هغه چار مې په زړه وکړه سرو ععذارو
لکه زېړه اکربه چې یې په کاه کا
هسې کار چې یې شکن د زلفو کاندي
نه یې سحر د ساحر نه یې سِپاه کا
بس واله زړونه به وویني په سترګو
که نما د زلفو ول د ذقن چاه کا
بیا یې زلفې خم په خم په دا نمط کړي
چې په غم یې د شیدا عمر کوتاه کا
غټ یې مه ګوره په لور د تورو سترګو
صفا بخت به دې نرګسو لا سیاه کا
خونړی یاقوت یې وپوښتۍ سړیو
چې په کومه وجه خون د بېګناه کا
که یې ډار له خپله بده خویه نشي
ښی او کیڼ د نتې دُر ولې پناه کا
له کتو یې صبر څشکل کړم واعظه!
صد ساله توبه باطله په ګناه کا
که یې ووینې ناصح طلب یې ګوره
چې یې نن له مخه تل زما مناه کا
هجري تن د غم د یار هغه تنور کړ
چې لوګی د اور شمله په یوه اه کا