

اشرف خان هجري
هغه څوک چې له زړه لرې بیخ د از کا
نور به ورک دا بېهوده فکر دراز کا
همه اور د بیلتانه دی چې بلیږي
که څوک ځير فهم د نای د ژغ په راز کا
له مضمونه یې د کوچ خبر مونده شي
هره شپه چې په سحر جرس اواز کا
په دا باد فاني منزل د عیش به څو کړم
د غم درا ژغ د ګړیال دم په دم باز کا
ژړا واړه د هجران له غمه کاندي
شور د چنګ که د رباب که یې بل ساز کا
چې مداد که اشعار ګوشي نور وګړي
دانایان به دا ګفتار په زر طراز کا
د کوئِل د ژغ په راز هجري پوهیږي
ځکه تل په ډېر زحمت کې عیش و ناز کا