

اشرف خان هجري
چې زلفین یې په مخ خم د مښک و ناب کا
د عاشق په خټه ګډ خر د اسباب کا
په موزه کې به بیا سنګ د ډېرو کیږدي
ماشطه چې یې د زلفو پیچ و تاب کا
د غماز پرتوګ په ورږیو لبالب شي
چې له ما سره خندا مسته مهتاب کا
که ښایست یې د مخ وویني په سترګو
نیلاو غاښی به په مخکې د افتاب کا
چې یې دُر د نتې وبریښي په زمکه
ناهید ګډ په عظیم سیند کې د حجاب کا
د زړه پښې یې د تانبې په زنځير بند شي
هر سړی چې ګشت د ښکلو په جناب کا
د عشق جیل ته به یې څټ په رضا کیدي
که نقاب له مخه دور مخ په ګلاب کا
سفینه به د ماه ماته شي په سیند کې
که په شبه له قصده دور د مخ نقاب کا
د حیرت غم به یې باد بند کا په نس کې
که حورا یې مشاهد د صورت اب کا
چې د عشق په کوڅه ګرځي ډار یې نشي
د هجري غوندې به ځان مست و خراب کا