

اشرف خان هجري
د خوښۍ په ملک همېش هغه طرب کا
چې تر شا مینه د جاه او د منصب کا
د مطلب ناوې به ووینې څرګنده
چې له ازه منقلب د زړه جلب کا
د هیچا برخه په زور چا خپله نکړه
جاهل ولې بېهوده شور و شغب کا
نهایت به مشرف په خپل مراد شي
هر سړی چې په اخلاص د کار طلب کا
نیک و بد په ازل کښلي د هر چا دي
اوس چې برخه ورکوي بهانه سبب کا
عقل سل هنره کا همه باطل شي
په خلاق د عقل کیږي هر چې رب کا
د انسان شرف موقوف په زینت نه دی
هغه کس سړی باله شي چې ادب کا
عاقلان د زړه مطلب له ګنده مومي
نادان فخر په زربفت او په قصب کا
سزاوار د ښه مجلس هغه بشر دی
چې نګاه له بېهوده ویلو لب کا
هجري زړه په هیچا مه سپاره که پوی یې
نن یاران اشنايي واړه په مطلب کا