

اشرف خان هجري
پري رویه چې پیدا حسن زیبا کا
د بهشت جونه سرګشته له حیا کا
که خندا یې بازار سوړ د متاع نه کا
جوهریان د ښار ولې نن ژړا کا
د زړو څټ لره ځيلو نه کا پوهېږم
مشاطه چې یې شکست د زلفو بیا کا
که یې ووینو په سترګو نور به ژاړي
ګل یې مخ لیدلی نه ځکه خندا کا
کشکې یو ځل یې نقاب له مخه دور کړې
چې هر چا و ته شړۍ د سیب صفا کا
ماه له شرمه اوره سپر کاندي په مخ کې
هر ساعت چې یې عارض جلوه پیدا کا
نوکرۍ ته به یې غاړه سورج کیږدي
که په ځیره مخ ورښکاره د ضیا کا
چې نسیم یې د ګوی بوی په ریاض ور وړي
غنچه ټوله خوله کشاده په دعا کا
باد یې پښه په انګڼ نه ږدي له ادبه
خام خاطر د هسې چا د عشق دعوا کا
خټک عمر په امید د وصال تېر کړ
لا به کله شراب نوش د مدعا کا
زه هجري د عشق په کار ثاني مجنون یم
اوسنۍ جونه خوی کله د لیلا کا