

اشرف خان هجري
چې دلبره په عاشق مهرباني کا
کام روا یې په دیدن له اماني کا
د کنار بې غمه پس لره نمانځه شي
جوړه لب یې له اوله مهماني کا
نورې جونه یې خادمې شاه صاحبه
په سریر د حسن ناسته سلطاني کا
په څو رنګه یې کېدی حنا په لاسو
شومه په هنر ځان لکه ماني کا
د زلفینو شم یې باد په سحر یوسي
په زمن په زار د مښکو ارزاني کا
که وېښته د زلفو بیعه کا لکونه
هسې نه چې په چا جور کسراني کا
د دنیا دولت یې بیه د موی نه دی
په عاشق له ډېره مهره اساني کا
چې سنګار د حسن وکه څه عجب دی
که ملک یې و دیدن ته حیراني کا
چا یې مخ په خپلو سترګو روبرو که
چې په رب یې ویل نه دې سبحاني کا
لا به اور د حسن بل کا په ملکونو
که بیسر په ځای د نتې مکاني کا
چې یې مله د حسن غواړم له فکرته
زړه مې زر له تنه غږ لَنْ تَرانّي کا
چې د حسن تاج یې خپل ملامت نشته
که هجري پسې بدن قیسِ ثاني کا