...

اشرف خان هجري

چې په ناز دلبره سم سروه قامت کا

و عاشق ته پیدا دم د قیامت کا

هغه دم چې سنګار وکه په خرام شي

تر ګنګرو یې دیدن جونه د جنت کا

تا صفونه د زلفینو کړل پوځونه

چې جنګ ریز لره د چشمو حمایت کا

هیڅ حاجت یې په کومک د زلفو نشته

چې هرګز په جهان نه یي هغه بدعت کا

نه په دا دنیا چا کړی نه یې کاندي

لکه دوی زاړه په دور قباحت کا

محبت و یار ته هسې بې وقار کړم

چې همېش راته نظر په حقارت کا

مه دماغ په حسن کړه مه مې په مینه

دا به دواړه دور تېر په لږ مدت کا

ما وې هجره لږ رخصت د وصال راکړه

د یار غم مې په خاطر هر ګور شدت کا

وې یې مه کړه شور و شر په غم صابر شه

دا وینا هغو ته کړه چې مروت کا

غم اندوه ته غاړه کېږده اې خټکه

نه رقت د هجر شته نه مرګ مهلت کا

روښاني مرزا به ووې که زنده وي

چې هجري په نظم نن نوی حکمت کا