

اشرف خان هجري
تورې سترګې یې بیا څه ګوره بدعت کا
زړه یې وڅکاوه له ما د ځان همت کا
که په دا اکتفا وکا دین راپریږدي
زه هزار ځله راضي یم مروت کا
وايي هان بوسه اخله خو چې ورشم
بیا مې منعه د ابرو په اشارت کا
د اشنا جفا مې ولیده په سترګو
وفادار په دا روغ کله هسې ست کا
د عشق غم یې له همه عیشه جدا کړم
لا مې هم په حال رقت نه شفقت کا
که له جوره یې ناله کړم راته لاندې
د ابجد تر لام و باء دُرو شفقت کا
چې ښایست و ته یې ګورم څه عجب دی
که د شاه لوڼه یې مینه د خدمت کا
دا وینا چې عقل واورېده ویل یې
لوڼه څه دي د خسرو چې دا جرأت کا
چې سنګار د حسن وکا باور وکړه
نوکرۍ ته یې حورا د ارم نیت کا
په خاطر مې عشق د جیش ډېره وکړه
اوس د صبر و عقل زېرمه دې رخصت کا
که یې بد وځي تر خوله کبر یې ګوره
د هجري په ځان توده بار د منت کا