

اشرف خان هجري
زړه مې ځکه د ښادۍ په سیند شنا کا
چې قاصد راته خبرې د اشنا کا
جم آسا یې د رغبت په غوږو اورم
فرخنده هدهد چې ذکر د سبا کا
وې مې حال د وطن وایه آهو تږه
بلکې یون دې په سرعت نسیم ته شا کا
غم وزلی زړه مې تا په دم زنده کړ
له عیسی د مساوات هره وینا کا
لکه زه دې په نوید د خیر شاد کړم
خدای دې اجر د نیکۍ تا ته عطا کا
غدارت له مینځه وباسه صادقه
کاذبان په تفاوت ژبه ګویا کا
مسافت د روه ظاهر دی له دکنه
مګر باد یې پس له تا خبرې را کا
وې یې ته تر هغه جوړ اوسې پردیسه
څو په تورو زلفو کیل لاس د صبا کا
د مقصود غنچه دې هسې شګفته شوه
لکه باد چې د ګلونو ګنډه وا کا
روشن فکر دې موتي پيي په مزي
دانايي دې ښایسته نظم انشا کا
که هزار ارتینې کیني په وطن کې
څوک به تا غوندې قابل زوی پیدا کا
په کرم یې مهم وسپاره ډاډه شه
ګردون تل دا هسې چارې په دانا کا
حقیت به یک به یک درته بیان کړم
که ستا زړه یې د باور په غوږ اصغا کا
عاقلان یې و هنر ته حیرانیږي
هر زمان هسې فتنه ګډه سما کا
غم الم همه همدم شه د یارانو
د نعم په صنم کیل همه اعدا کا
یو مضحک د اکوړي په مسند ناست دی
له کرکوته یې په ګور شرم یحیا کا
بېهوده عمل یې نښه د قیامت دي
له احواله یې حیرت مرد و نِسا کا
چې صورت سیرت یې ګورم عجب نه دی
که په مخ یې لعن سل ځله خنسا کا
هغه ښار چې محسود د پېښور وه
نن کوترې پکې ځاله د بیدیا کا
نهایت هغه ودان ښار کنډر شي
چې بومان یې په ګوټو باندې صدا کا
نخوست یې هومره اور په وطن نکړ
چې دانا یې مصلحت د انطفا کا
دا اتش به اخر وسیزي ملکونه
مګر مړ یې په کرم زور د مولا کا
ناقابل په قبیله کې پیدا مه شه
ناداني یې په ولس ګډه وبا کا
په هر قوم چې غضب د خدای نازل شي
د جاهل حاکم په ظلم یې سزا کا
برکت له هغه کوره سفر کاندي
چې صغیر د بزرګانو ادب لا کا
یاران دوه فریقه وینم په وطن کې
ډېرو شا کړه په جفا ځینو وفا کا
څو سړي په وفا جوړ کمی یې نشته
نور همه له ننګه وواته جفا کا
هر چې لاف د یارۍ کاندي په دا دور
ځان دې هسې پروانه لکه ملا کا
ځینو هسې یک باره شرم تر شا کړ
چې وسله دې په اولاد پسې تر ملا کا
اخلاصي یاران یې غواړي په زاریو
هر زمان لاسونه ونیسي دعا کا
چې ګهي دې په باغ وریشي د سیر
په ارمان د تېر ساعت قیصه بنا کا
د افسوس شونډې په غاښ د قهر یسي
ګهې لاس له درده مږي کله ها کا
قصر و باغ درپسې وغواړي ته نه وې
دواړه لاس په لېمو ونیسي ژړا کا
مجلسي یاران د ګل پوښتي چې څه شو؟
ګل له یاره په ژړا پوښتنه ستا کا
ترصد نرګس اخته یې په یرقان دی
ځکه تل په اقامت تکیه عصا کا
ریزه رو خلق دې هسې په غم ډوب دي
چې ظاهر باطن د ذکر په ثنا کا
که زحمت په عوض ځي د چا له تنه
ستا بلا به په سر باندې غربا کا
ما وې لاف د یارۍ ډېر وکړو ما ته
وې یې کوم سړی په خپل قول رښتیا کا
د راحمت په زمان مله په سخته تښتي
رب دې سازه په داسې خویی بلا کا
قسم قسم ذکر ډېر دی وایه نشي
تم احوال په وړاندې بیت یې هویدا کا
پس له تا هسې ساعت ولس ته پېښ شو
چې په کار یې مرد و زن همه خندا کا
اوس صورت د مهم ته راته بیان کړه
غم خواري دې پیر فقیر که امرا کا
وې مې څو خبرې ونغوږه قاصده
طولاني حکایت تل ګیله بینا کا
نه مې سره په غم شریک نه پښتانه دي
نه خټک د چا محتاج نه یې پروا کا
د ماهي په نس کې پروت لکه یونس یم
مګر خلاص مې په کرم حق تعالی کا
توکل مې د زړه تل بې غمه ناست یم
هر چې کښلی مې په باب هغه به را کا
وي یې تا چې په همت کړه دا قبوله
تر دا زیات به په تا څه جور د چا کا
ولې غم د وابسته و لازمي دی
هر بنده د خپلو فکر په دنیا کا
ما وې څوک چې د ازل په لیک راسخ دی
نه یې غم د زویو شته نه د بابا کا
لا نطفه داخله نه وي په زهدان کې
چې نصیب په تخته نقش د سیما کا
چې زما په باب یې کړی نور به نشي
چې د دوی په ناصیه ور به نما کا
دا زیبا ودانې خونې چې لیدې شي
نهایت به یې فلک لکه صحرا کا
نه به زوی د پدر په مراد پریږدي
نه به پلار د پسرانو په رضا کا
په وصال غره مین چې نن لیده شي
په ارمان به یې اخر موت جدا کا
نه د چا غمونه کړم نه مې پکار دي
نه د زوی وروڼه لږ فکر زما کا
په هغو مې ډېر سلام وایه قاصده
چې دایم په یک رنګۍ ود او سودا کا
اوس ورځه تر کوره ور یې شئ په خیر
پردیسي هجري به غم سره وغا کا