...

اشرف خان هجري

ملال مه لره خاطر که وار دی دی

سبب غواړه د هوس پسې پسرلی دی

هغه څوک چې عیش کا په جام د میو

په نظر کې یې ډېر سهل تخت دکی دی

څلور څيزه چې لري په وخت د ګلو

د مراد په سریر ناست هغه سړی دی

نې ودف زیبا دلبرې په مجلس کې

چهارم یې بل څه کله جام د می دی

د غم پوځ به څوک مات کا بې شرابو

هر طرف په جهان وینم ژغ د های دی

ما د هجر داغ نهان کړ په سینه کې

لاله ګل په کف نیولی د زړه کی دی

زما زړه د یار په یادو حیاتي کا

که دا نور خلق همه په اوبو حی دی

هغه کور چې ښایسته وي په ښو جونو

پسرلی کله د هغه انګڼ مخی دی

په هر غولي چې رسته وي څو دلبرې

تر جنت یې زیب هزار ځله تیری دی

په څهره به یې ګل څوک مشابهت کا

د یار مخ په حسن شاه هغه چوړی دی

د مخ نور یې ما له لمره تجربه کړ

د یار نور بېشکه وینم چې بری دی

سیاه خال یې په عارض باندې جلوه کا

که په ګل د ګلاب بور یا میږی دی

په سپین مخ یې خط د خط دی چې یې وینم

یا چا کړی په سورج د مښک دفی دی

جوړه تر عقیق د ماه په څه نسبت کړم

تر بهاره پورې هیڅ د مهر روی دی

مرتبه د یار د مخ لکه همایي ده

د ګلزار حسن یې دقر ته ملخی دی

د وفا تاثیر یې نه و په شودو کې

په طفلي چې یار رودلی هغه تی دی

چې د عشق د پلنګ بریت مشاهده کا

تر ګیدړ هغه عاجز شی که مزری دی

بورا بوس د عشق په زوره ځينې اخلي

ګڼه ګل سره یې څه تور حبشی دی

هر سړی په طمعه نه کاندي له چا نه

هم هغه د خپل زمان حاطم طی دی

د جهان په ریاض ګل بې خاره نه وي

د هر ګل له څنګه وینم چې اغزی دی

د ځوانۍ عمر مې تیر شو په زحمت کې

ګردون کله رحم وکړ چې زلمی دی

بې مګسه حلوا څوک په دور مومي

نوشول یې اساني مشکل یې قی دی

هیڅ حاصل مې بې دریغه پکې نشته

همه عمر چې تېر شوی پرونی دی

نن به څه ژړا له هجره کړم و چا ته

ما ماتم د وصال کړی لرغونی دی

د پرون ساعت مزه نن موندی نشي

د هر کار په څېره وینم چې کمی دی

چا وې شاه د نظم څوک وینې سپهره

لا سیې اوږد زما په لور کړی وې یې دی دی

هجري اوره په څو رنګې شکایت که

د هجرانه فریادي بې چایه نی دی