

اشرف خان هجري
چې ریاض یې پیدا کړی د دنیا دی
د خپل عصر عندلیب پکې ګویا دی
طرفه باغ یې بنا کړی د دنیا دی
چې یو ګل یې رنګینه تر بله لا دی
د حکمت په زور دې هیڅوک غره نشي
دست له دسته په دنیا ګوره بالا دی
په هیچا پایه د حسن ختمه نشوه
مخ له مخه په جهان ګوره زیبا دی
هسې حال یې د هر چا په غوږو دم کړ
چې عاقل ته جاهل نه وايي دانا دی
په منیر ضمیر مې عقل ندا وکړه
اې چې زړه دې تر موتیو لا ځلا دی
د اشرف تخلص ولې ښکاره نکړي
چې اشعار دې په هجري تل مسما دی
په دا رنګ یې په جواب متکلم شوم
چې اشرف په هجري تل ځکه خفا دی
امیران د شعر ډېر دي په دا دور
مرزا شعر تر همه وو د مرزا دی
تخلص چې اشر خان کړم د ویلو
مګر شعر تر مرزا مرزا زما دی
وې یې مه کړه مطایب تر دا دپاسه
په عدم د سیال برات کله پیدا دی
مقتدي ستا دې هنر ته یې امام شي
هر شاعر چې په دا دور مقتدا دی
ذره چین به دې د دم وکه زنده وي
که مرزا هر څو په دا هنر مرزا دی
د خبرو ناوې کونډه وه تر اوسه
ستا روشن فکر یې نن د دل فتا دی
په خالق د دور زر سوګنده کړمه
نن په دور دور ستا زمان د تا دی
په هر شان چې د رضا قلم راني کړه
چې اقبال دې په جواب کا زور د چا دی
ته اشرف د سخندانو یې بېشکه
تر دا لوی اسم که وي په تا سزا دی
ما و تا هغه مسعود وجود لیدلی
چې یې تېر دبدب د شعر تر سما دی
وې یې یار له یاره کله پوشیده وي
خاکِ پای یې زما تاج چې د بابا دی
خاص ویل یې سراسر لکه خاصه دي
تر نسبت یې د عالم شعر خمتا دی
لایعقل به یې حساب کا له عامه و
هغه خضر چې له خلقو مستثنا دی
د ملال غبار له دله کناره کړه
د هنر چراغ له دې سلکه سوا دی
وې یې اوس فتوه کوې زما په قول
ما وې نور د واړو میر یم امنا دی
د جهان عرصه خالي حریف مې نشته
سر په سر د ذکر واړه په رشتیا دی
وې مې فکر یې میزان دی د خبرو
که مې ذم د شعر کا چې کم بها دی
وې یې سر د ګمان غوڅ د زړه په سر کړه
ستا اشعار له هره نقصه مبرا دی
د معنو میدان دې یوړو له جهانه
افرین په هغه پلار چې یې استا دی
فخریه مې خاطر واورېده ویل یې
څوک چې خپل صفت په خپله کا بیجا دی
وې یې دم بېځایه مه وه جاله
تم شاعر که خپل صفت کاندي روا دی
ناطقه مې ګنج عرش د شعر میر یم
په تصدیق مې د نبي قول ګواه دی
څه کړم یم د معنو لوی موج یې وکړه
له موندو یې د عالم فکر خطا دی
جواهر به یې هغه غواص وکاږي
چې په دا بحر اشنا ګډ په شنا دی
سفیهان به یې خبر له مغزه نشي
ګدايي کله په سر باندې د پاچا دی
د اشعار مثل یې څه دهن مصري شه
د ناقد فهم مانا په ګنده نا دی
په احوال یې فرشتې کا فراقونه
د بلبلو اشرف ژاړي مبتلا دی