

هلال عیان
هلال عیان چې په ۱ /۱۳۸۰/۴ نېټه پیدا شوی، د بهادرخان مومند زوی دی او اوسمهال د ننګرهار په مرکزي ښار (جلال اباد) کې اوسیږي، خو له اره د خاص کونړ دي. لومړنۍ زده کړې یې د میاعمر عالي لیسې کې ترسره کړې او په ۱۳۹۸ کې د بکلوریا سند ترلاسه کولو وروسته يې په التقوا پوهنتون کې د حقوقو پوهنځی ویلی دی. نوموړی له هغو ځوانو شاعرانو څخه دی، چې شعر و ادب ته سنجیده ګوري، نوښت ته یې مخه کړې او عالي لیکل کوي.