

نظم الدین ندرت
نظم الدین ندرت د حاجي معین الدین ځوی او د عبدالجبار خان لمسی په نېټه ۱۹۹۵/۱/۲ د کابل د ده سبز ولسوالۍ په تره خیلو کلي کې زیږیدلی. په کال ۱۳۹۶ کې د کمپیټر ساینس دوه کلن انسټیټیوټ څخه فارغ شوی، پۀ کال ۱۳۹۵ کې یې پۀ خپله سیمه کې د بریا ادبي بهیر تر نامه لاندې یو ادبي بهیر جوړ کړ چې وروسته بیا پۀ ۱۴۰۱ کې د علمي ، ادبي او کلتوري فعالیت د پراختیا پۀ موخه دغه بهیر پۀ یو ادبي ، علمي او کلتور بنسټ بدل شو پۀ مختلو شخصي ښوونځیو کې د یو ښوونکي پۀ توګه پاتی شوی او بیا یې لۀ تدریس څخه هم لاره بیله او د ژورنالیزم پۀ ډګر ور ګډ او دا مهال د افغانستان پۀ ملي راډیو کې ادبي خپرونې پر مخ وړي چې لۀ دغو خپرونو څخه یوه هم د شومدم انګازې پۀ نوم یوه ادبي خپرونه ده چې د معاصرې دورې د ډیرو سنجیده شاعرانو پۀ ادبي هلو ځلو فن او شخصیت اوریدونکو تۀ معلومات وړاندې کوي تر دې مهاله کوم چاپي اثر نۀ لري یوه ناچاپه شعري ټولګه ورسره نا چاپه پرته ده چې المیات نومیږي او د تنقید پۀ برخه کې یې هم یو شمیر مقالې لیکلي کوشش یې دا ده چې خپل قلم د اجتماع لۀ غلامۍ ازاد وساتي او خپل فردیت تۀ اولیت ورکړي.