...

عبدالحمید مومند

غاښ دې وخاته په بله شوې کنډاس

لا دې نه خېژي له بدو چارو لاس

په پيرۍ کې بد کاري هسې شوخي ده

لکه پاڅي څوک تر تخت لاندې مواس

درسته ورځ د دنیا چار په جمع زړه کړې

لږ عمل ادا کوې په ډېر واسواس

شدني به کوز و پاس ذره بر نه کړې

بېهوده تر خولې وباسي کوز و پاس

لکه وخوري په شکرو کې څوک زهر

هسې ته له دین بې دینه کړې خناس

له نقصانه دې شهرت په جهان وشه

راست مريې ودراوه نه شي په نخاس

که دې زړه آرام موندلی په اخلاص وای

تا به نه کړه چا ته ژبه په لباس

دا چې ته ورته بززګي وايې ګرګي ده

د څربښت ګمان دې کیږي په اماس

له هغه صیاد حمید وساته خدایه

چې يې لومه کړه د رب ثنا سپاس