

عبدالحمید مومند
ښه او بد د یار په بله دي لذیذ
ګوښي ګوښي یو تر بله دي لذیذ
چې مې وکړه تجربه د یار د شونډو
شهد و قند دا هومره کله دي لذیذ
یو ساعت مې لذت نه دی بې ښکنځلو
چې يې یاد کړم تل تر تله دي لذیذ
هر هرزه و ته وهل د دلبرانو
د بهار په صافه تله دي لذیذ
دا تروه ترخه ښکنځل د دلبرانو
تر شکرو یو په سله دي لذیذ
چې ښانده يې په بوسه ځان و جهان شي
دلبران تر جان و دله دي لذیذ
له خوږو د یار په خوږو روغو څه زده
دا خواږه د داغ په تله دي لذیذ
که لذت د خپل ژوندون غواړې مین شه
دا خواړه په دا بسمله دي لذیذ
دانسته مضمون دزدي له بله نه کا
د حمید ویل پخپله دي لذیذ