...

عبدالحمید مومند

چې باله شي کروفر د دنیا هیڅ

هیڅ سړی به کاندي فخر په دا هیڅ

د نابودې دنیا بود برق و برېښنا ده

نه شي زېرمه د برېښنا په رڼا هیڅ

د دنیا هوی هوس د خوب لیده دي

چې خوب وړی شي راويښ نه وي بیا هیڅ

هر سړی درومي تریخ خلق له دې جهانه

خوږه کړې يې خوا نه ده د چا هیڅ

که هر څوک يې جنګ جدل په دنیا وکا

ځنې یو نه وړه سکندر و دارا هیڅ

چې يې څوک په ټګۍ پوه وي هغه نه کا

په بازار د دنیا سود و سودا هیڅ

چې ساتلی نه شي پت د اشنايۍ

اشنايي ده د دنیا د اشنا هیڅ

دا نیمګړې هیچا نه ده پوره کړې

تر برېښنا يې زیاته نه ده یقا هیڅ

چې پروا په دنیا  نه لري حمیده!

هغه نه لري د خلقو پروا هیڅ