...

عبدالحمید مومند

خدای خوبانو ته کاته کړه زما قوت

څرنګه پرېږدم دغه قوت لایموت

یار دې و یار زما د شوخو کتو نه کا

زه په غټو سترګو ړوند یم لکه بوت

دم قدم د خپل خواهش را کې هيڅ نشته

کاغذي روغ کړی بت یم تش کالبوت

زه د عشق په ملامت کې کې سلامت یم

په یونس شه د مور نس، ګېډه د حوت

چې په کار زما د مینې کا څوک طعن

پرې دې وشي د هاروت او د ماروت

که هر څو په خط نوخط وکاږي توره

زېر به نه کا دغه جهل دا راجپورت

ښکلی نه درنوي غوږ په نورو درو

چې په غوږ کاندي حمیده ستا یاقوت