...

عبدالحمید مومند

رقیبانو مې له رای کړ پای دوست

څه جادو وکړم چې بیا راشي په رای دوست

په دا خدای چې د هر چا دی نه ګروهېږي

واړوم له رقیبانو په کوم خدای دوست

چې دښمن په دښمن نه کاندي هیچېرې

هسې چارې کا په ما باندې خود رای دوست

لکه ګل چې د شبنم په ژړا خاندي

هسې رنګه مې وه وه کا په وای وای دوست

په جفا سره مې زړه ځان ته راکاږي

څه جادو کا په دا ظلم دلربای دوست

ډېرې مینې کړم زبون يې مهره یار ته

ځکه نه لري شومان حریص ګدای دوست

په وعده يې د وفا په جفا پېښ کړم

ودروهلم جو فروش ګندم نمای دوست

چېرته عشق، چېرته زما زاړه هډونه

بارې باز کا په نصیب خوی د همای دوست

سخرې غوټې مې د غم دي زړه ته پروتې

کاشکې خدای کا را پیدا ګره کشای دوست

چې حمید غوندې وحشي يې رسا وویشت

خوښ خوښ کېږي پخپل شست باندې په ځای دوست