

عبدالحمید مومند
واقع شوی دی بیا کوم تقصیر له ما
چې تېرېږي دلربا دلګیر له ما
چې مې ته شوې په آزار هسې پوهېږم
آزار شوی دی څوک پير فقیر له ما
او که ته له ما تدبیر د شرم غواړي
لرغونی تللی دغه تدبیر له ما
که هزار پير و فقیر متوجه کړم
وښکې نه شي د جنون ځنځیر له ما
ما هم زده چې سرد وصل بهانه دی
ته قبول کړه دا قلیل کثیر له ما
دغه واړه ستا د سرو شونډو اثر دی
چې مونده شي د یمن تاثیر له ما
زیات و کم به وي رقیب ورته ویلي
دې بې شرمه، یې حیا کا سر له ما
په خوارۍ کې د ستا غم څه عجب نه دی
که څوک کا د دوزخي نظیر له ما
که حمید نه کا تأخیر په استدعا کې
په وفا کې نشته هیڅ تأخیر له ما