

عبدالحمید مومند
تماشه د ګلشن څه کوم بې تا
یاسیمن و سمن څه کوم بې تا
ته زما سترګې لېمه يې چې ته نه يې
ننداره د چمن څه کوم بې تا
چې هر لعل سره سکروټه شي پرې سوځم
مه يې وینم یمن څه کوم بې تا
هیڅوک نه غواړي فردوس بې له دیداره
کور کلی وطن څه کوم بې تا
چې د ستا چاه زنخ ته نه رسېږي
د کم عمر رسن څه کوم بې تا
ستا د رد په دوهه پروت قلندر ښه یم
بادشاهي د ختن څه کوم بې تا
چې مدام لکه کباب په اور نیوه شم
زندګي د ګشتن څه کوم بې تا
ته ځې له ما حمیده راته وایه
زه په سترګو لېچن څه کوم بې تا