

عبدالحمید مومند
عاشقي دا واقعي د سود سودا
ځکه سر ورکوي شمع په خندا
لاس و پښې کړه زرکې سره په قهقه خاندي
چې يې بیا مونده ښادي ګوښه تنها
چې بازه شي سرو مال په عاشقۍ کې
دا سودا ده دغه سود لره پيدا
که صورت د عاشق خوار لیده شي څه وشو
پادشاهي کا په خرقه کې دا ګدا
چېرته سیل د صحرا چېرته د ښکلیو
چېرته روغ رمټ سړی چېرته شیدا
زلیخا د بادشاهۍ مسند پرېښود
چې حاصله يې په عشق شوه ابتدا
دا چې ژاړي عاشقان ظاهر له غمه
د ښادۍ ستر پوښي کاندي په دا
چې ادا کا ورته یار بې ویاره وصل
ځانته وايي عاشقان هاله ادا
چې په عشق دې ابتداء وکړه حمیده!
ځکه شوه هسې په مالګې ستا ادا