...

عبدالحمید مومند

نه زما ده نه د ستا ده دا دنیا

پاتې شوې له هر چا ده دا دنیا

د یوه غېږ کې پرته و بل ته خاندي

څه لولۍاو بې حیا ده دا دنیا

په رڼا يې د چا کار نه پوره کیږي

د آسمان برق و برېښنا ده دا دنیا

که ظاهر ښکلې زیبا لیده شي څه وشو

په باطن توره بلا ده دا دنیا

مروت د آشنايۍ پکې نشته

که آشنا ده نا آشنا ده دا دنیا

زر په زر به يې خوا ولي له کمره

له هر چا چې خوا په خوا ده دا دنیا

په یوه ځای يې ټیکاو هیچېرې نه شي

لکه سیوری خوا وشا ده دا دنیا

تل په ځان پورې د خپلو طالبانو

مسخرې کا په خندا ده دا دنیا

ښه سودا يې سودمن شوي هیڅوک نه دي

جو فروش ګندم نما ده دا دنیا

بېهوده يې زړه تړي په ډنګ ډنګ پورې

د ګړۍ مېلمنه ورا ده دا دنیا

مناسب نه دي ورتله د نویو خلقو

د هلکو تماشا ده دا دنیا

چې حمید پکې خندا کا ریشخندي کا

ځای د غم او د ژړا ده دا دنیا