...

عبدالحمید مومند

که له غمه په امان نه یم هرګز

زه د عشق په کار پښېمان نه یم هرګز

که مې مال تالا کاوه ګردن واهه شي

له مهروبورو ګردان نه یم هرګز

یو خسڼی بر د مینې په سودا کې

اړ په  دین و په ایمان نه یم هرګز

که مې سر پورې کاوه که پرېکاوه شي

خوښ دلګیر په این و آن نه یم هرګز

که بازه مې سرو مال په دلبرانو

ملامت پرې د جهان نه یم هرګز

لېوني غوندې د عشق په کاروبار کې

د خپل ځان په سود و زیان نه یم هرګز

هيڅ له صبره راته مه وایه ناصحه

د دغې وینا نغوتان نه یم هرګز

هسې ښکلی  په نظر راغلی نه دی

چې یې مه و ته حیران نه یم هرګز

څه به یار په ما حمید د بوسې داد کا

چې لایق د دې احسان نه یم هرګز