...

عبدالحمید مومند

چې دې وړی دی له ما دل و  دین ته يې

بل څوک نه دی په دا ظلم تعین ته يې

رقیبان په هیڅ کې نه دي در پوهېږم

چې مې اړوې په تور و په سپین ته يې

د ډیوې د بلولو حاجت نشته

په هغه کور کې چې ناست ماه جبین ته يې

دا چې ستايي نر حوران د جنت خلق

له هغه نه یو زما په یقین ته يې

د چمن ګل وسمن یاسمین څه کړم

چې زما ګل وسمن یاسمین ته يې

چې دې درست جهان د حسن تماش بین شه

ځکه ځان ته غره تللی جودبین ته يې

چې په هر در و دېوار دې پرتو لګي

هغه هسې رنګ آفتاب مبین ته يې

په څه ذوق و شوق به ساه د هغو خېژي

چې په سر پورې يې ناست په بالین ته يې

چې رقیب غوندې تور د یوې حکومت وړي

د سلیمان حمید په لاس کې نګین ته يې