...

عبدالحمید مومند

که هر څو په جار پاڅي په جار کښېني

چې د بل په در کښېني په دار کښېني

دا خواري په خوارۍ مه ګڼه دولت دی

چې په خپل پوزي څوک خوار وزار کښېني

ورک هغه ناست و ولاړ شه که په تخت وي

چې مدام په و یاړ پاڅي په ویاړ کښېني

سپک به پاڅي د هغه مسند له سره

چې په سر د غریبانو خونخوار کښېني

دلجويي د خلقو کړه د ځان په سولو

که د شمعې په څېر بل رویدار کښېني

ولې نه کړي د مظلوم له آهه وېره

ولې مخ ته د سېلاب قرار کښېني

چې نه وخوري نه يې ورکړي مه يې وینه

که په ګنج باندې په څېر د مار کښېني

دا دنیا صحت خانه شمېره حمیده!

چې خوشحال ځنې پاڅي آزار کښېني

سرخرويي به یې د لعلو شي حمیده!

که په خاورو کې له خاورو خوار کښېني