

عبدالحمید مومند
هر چې تا غوندې دلبر يې په څنګ کښېني
د پڼو په ځای هغو ته اورنګ کښېني
مشکین خال دې په سرو شونډو هسې زېب کا
لکه مست په میخانه کې ملنګ کښېني
هغه سیل کا د ګلو په هر دم کې
چې په زړه کې يې بشره د خوشرنګ کښېني
د هغو ناست او ولاړ واړه په دوک وي
چې دلبر يې په څنګ پاڅي په څنګ کښېني
ناصبور خاطر له غمه نه خلاصېږي
د نېستګار په سر سواره د قلنګ کښېني
په مهجورو ارت جهان هجر زندان کا
ځکه هسې پکې تنګ پاڅي تنګ کښېني
هسې زه د عشق بلا په خیر ګڼمه
لکه څوک په خوله کې خوښ د پلنګ کښېني
چې يې نشته یو خوشرنګ ښکلی په خوا کې
حمید ځکه بې ننګ پاڅي بې ننګ کښېني