...

عبدالحمید مومند

خدای دې نه کا چا ته وازې د آزار خولې

دغه خولې دي په معنی کې د ښامار خولې

په ګړۍ کې ښه پوخ ګړ هوار میدان کا

یا د توپو بدې خولې دي یا د ویاړ خولې

د یوې خولې له آزاره ووېرېږه

که په عمر دې دعا کاندي هزار خولې

چې پرې راشي د مظلوم د آه سیلۍ

کا له خاورو ايرو ډکې د مدار خولې

چې قوصر د آه سرد ورباندې لګي

ور به نه شي د هغه چاود پرهار خولې

چې اثر د مسیحا لري په دم کې

خوځوي دې هغه خلق په ګفتار خولې

چې څپېړه د مظلوم د آزار وخوري

د دېوال تر سوړې پوچې کا د کار خولې

هغه هسې سحر ګړې خولې دي چرې

چې قایلې په اقرار کا د انکار خولې

اوس دې لاس د خاموشۍ په ژبې کېښوو

چې دې وخوړ د جواب د سوک ګوزار خولې

ورځ به نه شي د غم شپه په هغه خلقو

چې په باب يې بددعا کا هر سهار خولې

عیب ګوی خلقو حمید هسې څول څول کړ

لکه وږي سپي چې کېباسي په ښکار خولې