...

عبدالحمید مومند

بې ژړا مې کسي سوځي په لېمو کې

د اوبو زاییده پايي په اوبو کې

په سړو کې به ځان هومره حساب نه کړم

څو حساب نه یم د یار د در په سپو کې

رقیبان راته هر ګوره د یار ډېر شو

یو سړی څه کا د ډېرو سپو په خولو کې

چې قدم مې د آشنا په کوڅه کېښود

د سر سترګې مې بینا شوې په تلو کې

هسې کار په ما خندا وکا د ترکو

لکه ووژني یو بل په مسخرو کې

راکړه مه شه د ناصح توبه په عشق  کې

لا يې کار زما اوتر کا په توبو کې

چې زما د کږوو یار کاندي کوتار شي

د ګلرخ د کږو وروځو په کږو کې

هر ساعت لکه خلیل په عاشقۍ کې

تماشه کړم د ګلزار په سرو لمبو کې

چې هیچرې په پارسي کې مونده نه شي

هسې ساز دی حمید ایښی په پښتو کې

فارسیانو د حیرت ګوتې په غاښ کړې

چې حمید سخن سازي کا په پښتو کې