...

عبدالحمید مومند

څو آغاز پکې د مینې سرود نه شي

په نور څه به دا مجلس د زړه تود نه شي

مخروڼی و یار ته مه غواړه په عشق کې

څو په سترګو دې د اوښو مښود نه شي

بوالهوس د محبت له قدره څه زده

په ګامونو مخ د زمکې پلود نشي

چرته لپې لپې اوښې چرته صبر

تیمم واهه په غاړه د رود نه شي

که دریاب که د وصال تر ستوني ښکته

د هجران تشنک وهلي پرې سود نه شي

په کبوده جامه هیڅ کشایش نه شي

څو دې زړه له ډېره غمه کبود نه شي

که هر څو په دود د مینې ګرماوه شي

د حمید به دغه دود په بل دود نه شي