...

عبدالحمید مومند

چې په ښکلیو پسې ګرځې ترهور هسې

تېروې په خپسر ولې ضرور هسې

لکه تا څخه چې ورک شرم و شعور شه

نه دی سپي څخه ورک شرم، شعور هسې

لکه ته و ساده رویو ته پخسېږې

نه پخسېږي و نارنج ته رنځور هسې

څه کېمیا ده عاشقۍ په لاس در کړې

چې دې وینم په خوارۍ کې مغرور هسې

مینې هیڅ سود و فایده و چا ور نه کړه

اورلړونی دې کړ ځان د تنور هسې

لکه ته د عاشقۍ په کار مشهور يې

په دا کار کې مجنون نه دی مشهور هسې

هیڅ دې نه لګي په غوږ پند د پيرانو

عشق دې واچاوه و زړه ته فتور هسې

هیڅ دې رنګ نشته د دین د ودانۍ

محبت وران و ویجاړ کړې بېخپور هسې

صد رحمت دې په راستۍ شه حمیده!

چې په ښکلیو (پسې) ګرځې چور چور هسې

خدای دې خیال د زلفو خیر کا حمیده!

چې دې خوا کې قهرولی منګور هسې