...

عبدالحمید مومند

ځان ته ښه وايې ښه نه کړې

هغه څه وايې دا څه کړې

له اوربشو غنم غواړې

ښه به هاله شې که ښه کړې

شپه و ورځ د نس دپاره

حسابونه د وېښته کړې

حق بینۍ ته لکه سویه

غټې سترګې ځان ویده کړې

ګه سولۍ ته خېژاوه شې

ګه کوهي ته پرېواته کړې

هغه غوږ سترګې دې نشته

چې پرې اورې یا لیده کړې

چې پرې ناست يې هغه څانګه

پرېکوې خوی د ړانده کړې

کرې خار په هغه لار کې

چې ته هر ساعت پرې تله کړې

که درپېښ د دنیا زیان شي

پسې ژاړې لېمه سره کړې

د خوږې نمړۍ دپاره

قبول سل تروه ترخه کړې

که ایمان در څخه درومي

هيڅ پروا ورباندې نه کړې

هومره خوله لګوې غاپې

تر هغه چې څه په خوله کړې

نه کا سپی د نس دپاره

هغه چارې چې يې ته کړي

کله زور کله زارۍ کړې

ګاه ساړه ګهې غارمه کړې

د یو ځان د نس دپاره

کله سپی، کله لېوه کړې

هغه دم په تا رڼا شي

چې د بل په کور تیاره کړې

په درېیمه په لېټۍ کې

په بل ویر وي ته واده کړې

نه دې شرم شي نه عیب

که هر څو د نه کړو کړه کړې

که هر څو نا پسنده چار وي

ته يې پسنده په خپل زړه کړې

کله شېخ کله ملا شې

سترګې تورې نمري شنه کړې

کله ډم لاس په سر ګرځې

ګاه سپاهي توره چاړه کړې

په درېیمه د ویرژلي

په بل ویر وي ته واده کړې

ګه اهونه کړې ګه ژاړې

ګه ویل تاوده ساړه کړې

دا همه د نس دپاره

تن پروره اور اوبه کړې

که بندګي د هغه خدای ده

نه يې دوی کا نه يې ته کړې

وایه ته په کومې چارې

ځان خوښي په غوایه خره کړې

که له خدایه دې بایده وي

له خودۍ به نا بایده کړې

په خپل نس به قدم کېږدې

د بل ځای به په لېمه کړې

قناعت که په لاس واخلې

نس شیطان به سره غله کړې

دم قدم به د نېکانو

پيروي په خوله په زړه کړې

په بد خوی به د چا څه کړې

په خپل ځان به شندې وکړې

خود په خود لوېږي کوهي ته

له حمیده! څه مانه کړې