

عبدالحمید مومند
د دښنه په مرګ هاله کوه ښادۍ
که فرمان لرې د خپلې آزادۍ
چې د بل په نامرادۍ کې مراد غواړې
دا سبب ګڼه د خپلې نامرادۍ
لکه ته چې يې پخپله په خپل ځان کړې
دښمن نه کا په دښمن دا بېدادۍ
دا سېلاب له خود رويۍ سره واهه شي
همېشه په کاڼي بوټي د وادۍ
د حمید دا بې کرداره ګفتار پوچ دی
لکه بولي ګدای لور په شاهزادۍ