

عبدالحمید مومند
چې دا کښلې توره راغی یار د چا دی
چې جواب ته شي ور وړاندې کار د چا دی
چې خطا خطا ګوزار کا رسا لګي
دا صحیح او کم خطا ګوزار د چا دی
دا خوبان دي چې په جور سرخ روی کېږي
ګڼه تود ظلم زور بازار د چا دی
هر یو ښکلی مې په زړه د باز غوټې کا
ګوره کوم یو به يې یوسي ښکار د چا دی
عاشقي په اختیار نه کېږي هوښیار شه
ځان و اور ته اچول اختیار د چا دی
چې يې ګرځي عاشقان واړه بېدله
نه پوهېږم چې دلدار دلدار د چا دی
چې خپل یار ورلره ورشي په پوښتنه
دغه هسې بختور آزار د چا دی
چې يې ورک د خلقو خوب په ډېر زګیروي کا
دا د زړه په سر زخمي افګار د چا دی
په داغلي زړه شاکر اوسه حمیده!
په هر ځای و مخ ته ساز ګلزار د چا دی