

عبدالحمید مومند
نور په هر حسن و جمال دلبره درستې
باري یو د اشنايۍ په کار کې سستې
ازرده در څخه تل یار و اشنا وي
په ساتل د زړونو سست په وړو يې چستې
چې مې یو الف و بې له حاله خبر ناوري
بیا دې دي د رقیبانو پټې لوستې
پرېواته د رقیبانو په سر کاڼي
ما چې خاورې ستا د در په تندي نوستې
ته به نیم نظر هم نه ګورې و ما ته
که زما په زړه چړې ځي درستې درستې
په فاني عمر تکیه مه کړه حمیده!
دا د خواست جامې به څو لرې اغوستې