

عبدالحمید مومند
عاشقي راپورې ښه د دلبر نه شوه
سر و مال مې پکې لاړ شه تر سر نه شوه
په ژړا ژړا رقیب له یاره بېل کړم
دلسوزي په مسلمان د کافر نه شوه
سینه سوی د هجران په بر کې ومړم
خوشنودي مې د وصال په کوثر نه شوه
نه ده ما هسې توبه له عشقه کړې
چې مې ما ته په سر بار دیګر نه شوه
د هغو خواري زاري به زهیري شي
چې و وصل ته د ترکو رهبر نه شوه
څه غافله طایفه ده د شېخانو
چې د عشق له شوره شره خبر نه شوه
څه فساد و ستا په خاورو کې حمیده!
چې د مینې په کېمیا سره، زر نه شوه