...

عبدالحمید مومند

یاره مه نمانځه رقیب په دشنامونه

هر سفله ته بښل نه شي انعامونه

یا مې عمر تلوار کړونی دی یا ته يې

چې همېش راڅخه  ځې په لوی ګامونه

په آواز د اوبو، تنده نه ماتېږي

کله سود شي د دیدن په سلامونه

یار له یاره خوا په خوا فایده مومي

اخیستی نه شي بوسه په پیغامونه

کامراني مې له تا هیڅ حاصله نه کړه

ډېر مې وکړه په دا طمع ناکامونه

چې له تا د وفا طمع کړم پوهېږم

بېهوده ږدم و عنقا و ته دامونه

چې مجنون غوندې په مینه کې ګمنام شي

د هغو په جهان وخېژي نامونه

چې سبا مشت و ګرېوان وي له خوبانو

که نن و کاندي حمید سل سوګندونه