...

عبدالحمید مومند

نه کا هیڅ راباندې یار د مهر پېښه

اې زما تورې طالع څه خو وبرېښه

چې مې هر ساعت زبېښې د ځيګر وینې

یوه ورځ مې هغه لب په خوله وزبېښه

لا يې سوک د بېرحمۍ په سترګو مږې

بیا په ښکلیو پسې ځغلې ولې هېښه

یا له نازه راته یار ګڼکوړ وايي

یا يې نښلي خواږه لب سره له سرېښه

د عشق بار چې اسمان زمکې ساهه نه شه

تا په کوم قوت اخیست کوتاه اندېښه

اول مه وای مین شوی چې مین شوې

اوس را پېښه هر چې ده نسه په خوېښه

چې په مینه کې آرام د خاطر غواړي

ګڼه غواړي کټوری له زاڼې وېښه

ښکلی مخ و ته کا ته کار د حمید دی

د نامرد و سترګې برېښي له تور برېښه