

عبدالحمید مومند
که هر څو کړي د ګمان لینده بر کښه
د باور غشی په لک نه کړي له نښه
ما ته عین په خره سور مختور لیده شي
د پندار په اس سوره له ځانه خوښه
په ظاهر لکه موسی خېژې آسمان ته
په باطن لکه قارون په زمکه ښخه
هيڅ دې شرم له حاضره خدایه نه شي
په صورت ملایکه په خوی ګور کښه
نه په مړو باندې صرفه نه په ژوندو کړې
په خرقه د درویشۍ کې کفن کښه
هنریان د اخدو جر واړه تاجر کړه
شرمنده ګرځي شیطان ستا له ارخښه
چې هر دم د مرګ مزری ورته ښووه شي
څه به نه شي د حمید غزاله خوښه