

عبدالحمید مومند
د بوسې مهر په یار کې نه و نه شه
چې نصیب مې په دا کار کې نه و، نه شه
هیڅ اخلاص لباسي یار راته ونښود
د ګل بوی په خس و خار کې نه و، نه شه
که هر څو په عشق کې ما زړه آرام غوښت
دغه وست په دا
بازار کې نه و، نه شه
کا که سل ځله اختیار کړ صبر و زهد
چې د ترکو په اختیار کې نه و، نه شه
بېهوده مې ځان شمېره د یار له سپيو
چې لایق په دغه شمار کې نه و، نه شه
هیڅ مې زړه پرېشانو زلفو جمع نه کا
دغه دین په هندو بار کې نه و، نه شه
ما وې غوڅ به کړم رقیب د آه په توره
کفایت مې په ګوزار کې نه و، نه شه
ډېر و زهد ته حمید را کېښ شېخانو
چې داخل په دا قطار که نه و، نه شه