...

عبدالحمید مومند

ستا له غمه مې په سر کې دی شور هومره

چې به نه وي هرګز شور د لاهور هومره

هغه کار لکه مینه په ما کاندي

په وچ کک باندې به نه کاندي اور هومره

لکه زه چې ستا د مینې په تور نیو شم

نه شي نیو څوک د شاهانو په تور هومره

دغو خپلو اوږدو زلفو ته نظر کړه

حواله مې په زړګي دی منګور هومره

چې په ما ستا د ماڼۍ کاڼي پرېباسي

کاڼي پرېوځه د غمازو په کور هومره

لا سیده نه وي پخلا بیا مرور شي

شابس شابس عدل هومره او زور هومره

د لندو خټو دارو لږې اوبه وي

ازمېې راباندې څه لره زور هومره

فرښتې د سپي له بویه بېرته ګرځي

له رقیب سره يې ولې خمسور هومره

څو يې نه دی ستا مړوند سر وېږدی کړی

خدای دې سر د حمید نه کا په ګور هومره