...

عبدالحمید مومند

څه عنقا شوې زما مراده

چې دې یافت شه بې بیناده

د تدبیر د دام له لومې

لکه باد هسې آزاده

په طلب مې دې ښندنه

شوه د سر و مال برباده

آه زما برګشته بخته

بې وفا بې اعتماده

دا ورشو چې دې آشنا کړ

پري زاد له آدمزاده

دا به نه شي چې دې وصل

ښادي وروړي تر ناښاده

په ژوندونې لکه مړی

واېستم د یار له یاده

د فلک په څېر یکلخته

ستمګر مه شه بېداده

څخو څخو دمه راکړه

ما لره له آه فریاده

کړه په ما یوه ښېګړه

د آشنا د وصل زباده

ګاه ګهې مې زړه خالي کړه

له غمونو له فساده

څه نکتې تلې سوزانې

بې سنده بې اسناده

د حمید رښتینه عشقه

په هر علم کې استاده