...

عبدالحمید مومند

هیڅ په مینه کې د ترکو بهبود نشته

دا سودا له څړه زیاته ده سود نشته

ملایانو څخه درس کا مینې پاته

د شېخانو په شېخۍ کې څه بود نشته

تاخت و باخت د محبت هسې لوټ پوټ کړم

چې مې یو اسباب د صبر موجود نشته

خواه ناخواه له خوږه زړه آه و فریاد شي

ولې نشته هسې اور چې يې دود نشته

که له ظلمه يې ګیله کړم راته وايي

ساده دله بې سو و نفع د عود نشته

چې بدان د درست جهان زه را په زړه کړم

د رقیب په څېر بدکار د مردود نشته

ما له خپلې خودۍ بر په ځان رقیب کړ

ګڼه ماشي څخه زور د نمرود نشته

که کعبې که بتخانې ته تګ و پوی کړم

زما بل د یار له مخه مقصود نشته

عاشقان په عشق کې واړه غمزده دي

باري تا غوندې حمید آلوده نشته