

عبدالحمید مومند
بس که و دې مښوې ډېرې پرته پرته
د ځوانۍ لوړې ژورې پورته ښکته
نه په ظلم باندې اړ نه په زنا شوې
نه له شبهې جار وتې نه له حرمته
ګناهونه صغیره که کبیره دي
همه واړه وکړه تا بې دیانته
بد دماغه نس دې موړ نه شه په بدو
که هر څو دې ایله پرېښو بې دهشته
نن ساعت تا لره هسې مناسب دي
هی توبه کړه له تمامه معصیته
چې تر تا د لاندې نس شه په تا باندې
هومره ننګ و شرم نه کړې بې همته
چې سبا په خپلو بدو پښېمانېږې
ولې نن پښېمانه نه شې له غیرته
هره خوا چې دې راکاږي پسې درومې
نامردۍ ته کمین نس کړې اوښ په نته
سنګدلان به موم دلان نه شي حمیده!
که د اور شغلې دې ځي له نصیحته