...

عبدالحمید مومند

چې مې زړه په سود و زیان شي پورته ښکته

هغه دم مې محبت وهي په لته

چې په نفع جستجوی وتګو پوی کړي

پرته وايي پرته ګرځي له محبته

ښه د زړه په سترګو ځیر شه په جهان کې

کوم صاحب دی صاحب شوی بې خدمته

له هغه لاسه اوبه د حیات مه څښه

چې آخر يې لاندې کېږې تر منته

چې دوستدار د واړو ښکلیو شوې حمیده!

شابس شابس په یقین اهل سنته