

عبدالحمید مومند
چې نظر کړم د خوبانو و رخسار ته
آیینې غوندې حیران شم و دې کار ته
صافه نه ده آیینه د هغو زړونو
چې حیران نه شي د ښکلیو و دیدار ته
له اورېځ تر اوبو ډېر کاڼي ورېږي
څه امید دی د خوبانو و ریبار ته
د ګفتار و د اظهار حاجت يې نه وي
پټه خوله سوال و جواب کا یار و یار ته
که له غمه يې زړګی دوه نیمه وچوي
نه نیسي د مهر سپر و ذوالفقار ته
چې يې نه ویني وفا په رنګ و بوی کې
زرکه ځکه مینه نه کا و ګلزار ته
څو يې صبر و زهد ګواښ ته وړاندې نه شي
لا يې حب د ښکلیو ځان ګواښي ګوزار ته
په لباس د ښکلیو مه غولېږه حمیده
بېش بها رختونه نه وځي بازار ته